د اثر سپارلو لارښود
ډاده افغانستان پایګاه ته د اثارو د ارسالولو لارښود (Submission Guidelines) 1.مقدمه: د ډاده افغانستان پایګاه له استادانو، څېړونکو، محصلینو او مؤلفینو غوښتنه کوي چې خپل علمي او څېړنیز اثار د ثبت، ارشیف او انډیکس کولو لپاره پایګاه ته واستوي. دا لارښود د پذیرش شرایطو، د ارسال الزاماتو او د لیکوالانو د مسؤولیتونو د تشریح په موخه تدوین شوی دی.
۲. کوم اثار د ارسال وړ دي؟ په لومړي پړاو کې، د منلو وړ اثارو ډولونه عبارت دي له:
۲.۱. د ماسترۍ دورې تېزسونه (پایاننامې)
۲.۲. د دوکتورا دورې رسالې
۲.۳. علمي-څېړنیزې مقالې اثار باید علمي او څېړنیز ماهیت ولري او د پایګاه په ټاکل شویو تخصصي برخو کې شامل وي. لومړیتوب د افغان څېړونکو (په داخل او بهر کې) اثارو ته ورکول کېږي؛ د لیکوال د استوګنې ځای یا پوهنتوني وابستګي په یوازې سر د اثر د نه منلو دلیل نه ګرځي.
۳. د لیکوالانو او پدیدآورونکو الزامات
.۱.۳ اثر باید د پدیدآورونکي له ریښتیني نوم سره واستول شي.
.۲.۳ په مشترکو اثارو کې د لیکوالانو ترتیب باید کټ مټ د اصلي نسخې مطابق وي.
۳.۳. د لیکوالانو سازمانی یا پوهنتوني وابستګي باید په سمه توګه درج شي.
.۴.۳ د مسؤول لیکوال معتبرې اړیکې (بریښنالیک/شمېره) چمتو شي.
.۵.۳ ارسالکنونکی باید د اثر د چمتو کولو لپاره لازم قانوني صلاحیت او د نورو همکارانو رضایت ولري.
.۶.۳ د ثبت شویو معلوماتو د صحت مسؤولیت پر ارسالکنونکي دی.
۴. د کتابپیژندنیزو اطلاعاتو (Metadata) الزامات: د دقیق انډیکس کولو لپاره د منسجمو کتابپیژندنیزو اطلاعاتو وړاندې کول اړین دي: بشپړ عنوان، د لیکوالانو نومونه، چکیده، کلیدي کلمې، ژبه، د خپرېدو/لیکلو کال، د پوهنتون یا مجلې نوم، تحصیلي مقطع او رشته، د مقالو لپاره د دورې او مخونو شمېره، دوامداره شناسه (لکه DOI)، او د پخوانۍ خپرېدو سرچینه. اطلاعات باید دقیقاً د اصلي اثر مطابق او بې له بدلون درج شي.
۵. د مؤلف حقوق او د خپرولو مجوز: په پایګاه کې د اثر ثبتول پایګاه ته د معنوي یا مادي مالکیت د لېږد پر مانا نه دی؛ دا حقوق له لیکوال سره پاتې کېږي. ارسالکنونکی باید د اثر تر ارسال دمخه د خپرولو حقوقي وضعیت او له ناشرانو سره توافقات وڅېړي او له ثالثو اشخاصو د جدولونو يا انځورونو د کارولو اجازهلیکونه تر لاسه کړي.
۶. اصالت او علمي امانتداري: ارسالکنونکی د علمي صداقت او امانتدارۍ مسؤول دی. اثر باید له سرقت علمي، د معلوماتو له جعل، او بې ارجاعه کارونې څخه پاک وي.
۷. د فایلونو تخنیکي الزامات: فایلونه باید په روښانه او د لوستلو وړ ډیجیټل بڼه واستول شي. د سکین شویو متونو کیفیت باید د استخراج او مطالعې لپاره پوره وي. د فایل حجم او فارمټ باید له ټاکل شویو تخنیکي معیارونو (حد اکثره ۵ مېګابایټ) سره سم وي.
۸. د اثارو د ارسال او بررسی پړاوونه
.۱.۸ لومړی پړاو (ارسال): د رسمي لارې له لارې د فایل او فرادادهو وړاندې کول.
.۲.۸ دویم پړاو (لومړنۍ ارزونه): د مستنداتو د بشپړوالي، فرادادهو صحت او موضوعي مطابقت چک کول.
.۳.۸ درېیم پړاو (حقوقي او تخنیکي بررسی): د مجوزونو او فایل د لوستلو وړتیا ارزول.
.۴.۸ څلورم پړاو (د ثبت تصمیم): د اثر پذیرش یا د دلایلو پر بنسټ د عدم پذیرش خبر ورکول.
.۵.۸ پنځم پړاو (ارشیف او انډیکس کول): د اطلاعاتو ثبت او په مخزن کې د بشپړ متن میزباني.
۹. د پذیرش او انډیکس کولو وضعیتونه د اثر منل کیدل د هغې د محتویاتو د علمي تایید پر مانا نه دی. وضعیتونه په لاندې ډول ښودل کېږي:
الف. ثبتشوی (Registered): لومړني معلومات ترلاسه او ثبت شوي.
ب. ارشیفشوی (Archived): اصلي نسخه په مخزن کې ذخیره شوې.
ج. نمایهشوی (Indexed): کتابپیژندنیز اطلاعات سازماندهي او د پلټنې وړ شوي.
۱۰. د اطلاعاتو د اصلاح، تعویض یا حذف غوښتنه لیکوالان کولای شي د تېروتنو د سمون، نسخې تعویض یا د اثر حذفولو غوښتنه له مستندو دلایلو سره وړاندې کړي. تصمیمگیری د پایګاه د اصلاح او حذف د پالیسیو مطابق ترسره کېږي