زموږ په اړه

د ډاده افغانستان؛ علمي او څېړنیزې پایګاه په اړه ۱. بشپړ نوم: ډاده افغانستان؛ علمي او څېړنیزه پایګاه – Afghanistan Academic and Research Repository (DATAAFG) ۲. شعار: افغانستان څنګه فکر کوي؟ - How Does Afghanistan Think? ۳. پېژندنه: د ډاده افغانستان علمي او څېړنیزه پایګاه (DATAAFG) یوه علمي، خپلواکه او ناانتفاعي پایګاه ده چې د افغانستان د علمي او څېړنیزو اثارو د راټولولو، ارشیف کولو او انډیکس کولو (نامه‌لړۍ) په موخه رامنځته شوې ده. دا پایګاه پوهې ته د پرانیستي او مسؤلانه لاسرسي پر اصولو ولاړه ده او ژمنه ده چې علمي او څېړنیزو اثارو ته وړیا او ټولګډونه لاسرسی چمتو کړي. ۴. اهمیت او اړتیا: په وروستیو لسیزو کې د افغانستان علمي ټولنه د خپلو څېړنیزو اثارو د ساتلو لپاره له یوه مرکزي او جامع ډیجیټل ارشیف څخه بې برخې وه. د علمي سرچینو تشتت، تېزسونو او تخصصي مقالو ته د لاسرسي سختوالی، او د څېړنیزو موضوعاتو ناباوره تکرار د دې حالت له پایلو څخه وو. د ډاده افغانستان پایګاه د همدې اړتیا په ځواب کې رامنځته شوې ترڅو د هېواد د څېړنیزې حافظې په ساتلو او د علمي څېړنو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. د «افغانستان څنګه فکر کوي؟» شعار هم پر همدې اصل ټینګار کوي: د یوې ټولنې د فکري او علمي لاسته راوړنو پېژندنه د هغې د څېړونکو د اثارو په ساتلو او لاسرسي پورې تړلې ده. ۵. ماموریت: د افغانستان د څېړنیزو اثارو د راټولولو، ارشیف کولو او انډیکس کولو لپاره د یوه باوري علمي بنسټ رامنځته کول؛ دغو اثارو ته د وړیا لاسرسي اسانول؛ او د څېړونکو، محصلینو، استادانو او علمي نهادونو ترمنځ د پوهې د لېږد-رالېږد پیاوړي کول. ۶. موخې: ۶.۱. راټولول او ساتنه: د افغانستان د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو ساتنه، د اثارو د تدریجي ضایع کېدو مخنیوی او د پوهې په ذخیره کولو کې مرسته. ۶.۲. سازماندهي او انډیکس کول: د معياري فراداده‌و (Metadata) پر بنسټ د اثارو توصیف او ډلبندي کول ترڅو په علمي چاپېریال کې یې د پلټنې او موندلو وړتیا لوړه شي. ۶.۳. د لاسرسي اسانول: د هېواد دننه او بهر څېړونکو او محصلینو ته علمي سرچینو ته د لاسرسي موانع کمول، له اثارو څخه د ګټې اخیستنې او ارجاع پروسه اسانول، د څېړنو د غیرارادي تکرار مخنیوی او د پرانیستې علمي همکارۍ پراختیا. ۷. د فعالیت ساحې: په لومړي پړاو کې دا پایګاه د ماسترۍ او دوکتورا پر تېزسونو/پایان‌نامو او علمي-څېړنیزو مقالو تمرکز کوي په شپږو تخصصي برخو کې: ۷.۱. طبیعي او بنسټیز علوم (ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي او اړوندې برخې) ۷.۲. انساني علوم او هنر (تاریخ، فلسفه، ژبه او ادبیات، دیني مطالعې، هنر) ۷.۳. ټولنیز او چلندیز علوم (ټولنیزپوهنه، اقتصاد، حقوق، سیاسي علوم، ارواپوهنه) ۷.۴. تخنیکي، مهندسي او ټکنالوژي علوم ۷.۵. طبي او روغتیايي علوم (پزشکي، عامه روغتیا، نرسنګ، فارمسي) ۷.۶. کرنیز، وترنري او چاپیریالي علوم ۸. بنسټ او معیارونه: د DSpace پرانیستې سرچینې برنامې له مخې او د Dublin Core نړیوالو معیارونو او د FAIR اصولو (موندل کېدونکي، لاسرسی وړ، متقابل عمل وړ او بيا کارول کېدونکي) پر بنسټ ډیزاین شوې ده. ۹. بنسټیز ارزښتونه: علمي معیارونو ته ژمنتیا، فکري او تشکیلاتي خپلواکي، ناانتفاعي توب، علمي امانتداري، پرانیستی او مسؤلانه لاسرسی، روانیتوب او د معنوي مالکیت حقونو ته درناوی. ۱۰. لیدلوری (چشم‌انداز): په اوږدمهال کې د علمي پوهې د تولید، ساتنې او خپرولو په یوه څو-ارخیزه لویه مرجع بدلېدل، په داسې حال کې چې د تخصصي مجلو جوړول او د علمي داورۍ مانیفستونه په پام کې نیول شوي دي. ۱۱. همکارۍ ته بلنه: له ټولو افغان پوهنتونونو، لوړو زده کړو موسسو، څېړنیزو مرکزونو، استادانو، څېړونکو او محصلینو (په داخل او بهر کې) غوښتنه کېږي چې د خپلو اثارو په ارسالولو او ملاتړ سره د دې نېک اقدام برخه شي