تګلارې

د ډاده افغانستان پایګاه سیاستونه او تګلارې ۱. مقدمه: د ډاده افغانستان پایګاه سیاستونه د هغو اصولو او مقرراتو مجموعه ده چې د پایګاه کاري چاپیریال، له پدیدآورونکو او کاروونکو سره د تعامل څرنګوالی، او د علمي اثارو د راټولولو، ثبت، ارشیف او پرانیستي لاسرسي شرایط ټاکي. دا تګلارې د مؤلفینو د حقوقو د خوندي کولو، شفافیت، علمي امانتدارۍ او مسؤلانه لاسرسي د تضمین په موخه تدوین شوې دي. ۲. خپلواکي او ناانتفاعي توب: ډاده افغانستان یوه خپلواکه، ناانتفاعي او علمي پایګاه ده. د اثارو پذیرش او نمایه‌سازي يوازې د علمي او مسلکي معیارونو پر بنسټ ترسره کېږي او له سیاسي، قومي، مذهبي، سازمانی یا مالي ګټو څخه مبرّا ده. هیڅ ډول مالي ملاتړ یا همکاري نشي کولای د پایګاه علمي خپلواکي یا وړیا لاسرسی محدود کړي. ۳. پرانیستی لاسرسی (Open Access) ۳.۱. کتاب‌پیژندنیزو اطلاعاتو او خپریدونکو متون ته وړیا او بې‌تبعیضه لاسرسی د پایګاه له بنسټیزو اصولو څخه دی. ۳.۲. د بشپړ متن میزباني او خپرول د مؤلفینو، ناشرانو حقوقو او قانوني مجوزونو ته پابند دي. ۳.۳. وړیا لاسرسی په اوتومات ډول د بیا خپرولو، اقتباس یا سوداګریزې ګټې اخیستنې جواز نه محسوبیږي؛ د اثارو بیا کارول د اړوند رخصت‌لیک (License) تابع دي. ۴. د اثارو د پذیرش او نمایه‌سازۍ تګلاره ۴.۱. په لومړي پړاو کې تمرکز پر ماسترۍ او دوکتورا تېزسونو او علمي-څېړنیزو مقالو دی. ۴.۲. ارسالي اثار باید علمي ماهیت ولري، د پایګاه په تخصصي برخو کې شامل وي او معتبر کتاب‌پیژندنیز اطلاعات ولري. ۴.۳. لومړیتوب د افغان څېړونکو (په داخل او بهر کې) اثارو ته ورکول کېږي. ۴.۴. د نظري او میتودولوژیکي لیدلورو تنوع د اثر د رد دلیل نه ګرځي. ۴.۵. د اثارو د بېلابېلو بڼو پراختیا د راتلونکو پرمختیايي تګلارو تابع ده. ۵. د اثارو د بررسی او ارزونې تګلاره: په اوسني پړاو کې ارزونه یوازې تخنیکي، کتاب‌پیژندنیزې او حقوقي برخې (د مستنداتو بشپړوالی، د فراداده‌و صحت، د موضوع مطابقت، او د فايل خوانایي) رانغاړي. یادونه: د اثر ثبت او نمایه‌سازي د هغه د علمي محتوا یا میتودولوژي د تایید پر مانا نه ده. د تخصصي علمي داورۍ سازوکارونه په راتلونکو پرمختیایي پړاوونو کې پلي کېږي. ۶. د مؤلف د حقوقو او معنوي مالکیت تګلاره: د اثارو معنوي او مادي حقوق په بشپړ ډول د هغو پدیدآورونکو پورې اړه لري؛ په پایګاه کې د اثر ثبتول پایګاه ته د مالکیت د لېږد پر مانا نه دی. ارسال‌کنونکی د خپرولو د حقوقو مسؤول دی. د متن میزباني یوازې د معتبرو مجوزونو له مخې ترسره کېږي. ۷. د امانتدارۍ او څېړنیزې روغتیا تګلاره: پایګاه د علمي صداقت او امانتدارۍ اصولو ته ژمنه ده. پدیدآورونکي د ارایه‌شویو معلوماتو د صحت او ارجاع مسؤول دي. د سرقت علمي یا د حقوقو د نقض راپورونه د پایګاه د ضوابطو مطابق بررسی کېږي. ۸. د اثارو د ساتنې او نگهداری تګلاره: پایګاه د خپلو تخنیکي وړتیاوو په رڼا کې د ثبت شویو نسخو او کتاب‌پیژندنیزو معلوماتو اوږدمهاله ساتنې او پایښت ته ژمنه ده. ۹. د اصلاح، تعویض او حذف تګلاره: د اطلاعاتو د اصلاح، د نسخې تعویض یا حذف غوښتنه باید د پدیدآورونکي یا قانوني استازي له لوري وړاندې شي. پایګاه د حقوقي نقض یا نادرستو اطلاعاتو په حالت کې کولای شي اثر محدود یا حذف کړي. ۱۰. د حریم خصوصي او کاروونکو د معلوماتو تګلاره: شخصي اطلاعات یوازې د ساماني خدماتو او اړیکو لپاره کارول کېږي. د اثارو عامه معلومات (عنوان، مؤلف، چکیده) ښودل کېږي، مګر د کاروونکو شخصي اړیکې له درېیمو اشخاصو سره نه شریکېږي. ۱۱. د شفافیت او د اثارو د وضعیت ښودلو تګلاره: پایګاه د هر اثر دقیق وضعیت (ثبت شوی، ارشیف شوی، نمایه‌شوی یا داوري شوی) په شفاف ډول ښیي ترڅو ابهام رامنځته نشي. ۱۲. اعتراضونو او شکایتونو ته د رسیدګۍ تګلاره: لیکوالان او د حقوقو خاوندان کولای شي د اطلاعاتو د نادرستوالي یا حقونو د نقض پر مهال خپل اعتراضونه د ټاکل شویو اړیکو له لارې شریک کړي. پایګاه غوښتنې په شفاف او عادلانه ډول بررسی کوي